سراج الدین حقاني د کابل – تهران د اړیکو د لا ټینګولو غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانی نن ​​دوشنبه د مرغومی په ۱۷ مه په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت له سرپرست علیرضا بیکدلي سره وکتل.

حقاني د ایران نوي سفارت سرپرست ته ښه راغلاست وویل او هیله یې څرګنده کړه د دوو هېوادونو د اړیکو په لاپیاوړتیا کې چې ښه ګاونډي دي، تاریخي او کلتوري مشترکات لري، مثبت او ګټور نقش ولوبوي.

 بيکدلي وويل: موږ مسلمان او ګاونډي ملکونه یو، دواړه هېوادونه اسلامي نظامونه لري چې په طبېعي ډول مو تر منځ اړیکې نږدې دي او دا مشترکات د دواړو هېوادونو د قوت سبب ګرځي.

 په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه جلا خبر پاڼه کې لیکلي: په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل او په دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې وکړې.

 خبرځاى زياته کړه: دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا او د همکاريو پر زياتوالي ټينګار وکړ.

 د ایرنا په وینا، علیرضا بیکدلي د روان کال د لیندۍ میاشتې په لسمه نېټه د ایران د سفارت د نوي سرپرست په توګه کابل ته راغی او خبریالانو ته یې وویل چې د ايران د اسلامي جمهوريت د ماموريتونو تر ټولو مهم لومړيتوبونه له افغانستان سره د ګاونډيتوب پراخول د دواړو هېوادونو تر منځ د ډېرو مشترکاتو پر بنسټ دی.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .